PastShow all

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۹ - ۸:۲۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ننګرهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د ننګرهار پوهنتون د یو شمېر پوهنځيو له رئیسانو، د څانګو له امرینو او استادانو سره د کارونو د غوره والي په موخه ناسته وکړه.

په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د ننګرهار پوهنتون پر علمي پرمختګ ټينګار وکړ او له استادانو یې وغوښتل چې د خپل هېواد د ودانولو په برخه کې رغنده. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۷ - ۱۱:۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د اکاډمیکو چارو د څارنې او ارزونې ریاست پلاوي د جوزجان پوهنتون د مختلفو برخو څارنه او ارزونه وکړه.

یاد پلاوي د جوزجان پوهنتون له رئیس پوهنیار حیات الله حقجو او د دغه پوهنتون له مرستیالانو سره د لیدنې پر مهال په یاد ولایت کې د لوړو زده کړو د پرمختګ او پراختیا په اړه هر اړخیزې خبرې. . .

شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۶ - ۷:۴
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دغه پوهنتون په همکارۍ د محصلینو تر منځ د سیرت النبی ﷺ سیالۍ پیل شوې.

د یادې سیالۍ په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس او ورسره پلاوي، د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه او د دغه پوهنتون محصلینو ګډون کړی و. 
د ناستې په پیل کې د لوړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۴ - ۵:۲۴
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ختیځ زون د دولتي پوهنتونونو د اسلامي ثقافت د ۷۹ کادري بستونو د عربي ژبې ازموینه واخیستل شوه.

د ختیځ زون د دولتي پوهنتونونو د اسلامي ثقافت د ۷۹ کادري بستونو د عربي ژبې ازموینې له جریان څخه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه او مالي او داري معین حافظ مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۴ - ۴:۳۰
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د اسټرالیا سیډني پوهنتون ماسټرۍ برنامې لپاره بریالی شوی افغان محصل د ستاینلیک په ورکولو سره وستایه.

افغان محصل زاهدالله روهي، چې د اسټرالیا سیډني پوهنتون ماسټرۍ برنامې په انلاین ازموینه کې د  (۹۸.۷) نمبرو په ترلاسه کولو سره د (۲۰) هېوادونو په قطار کې په لومړۍ درجه بریالی شوی دی، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۳ - ۱۲:۵
Background image

د لوړو زده کړو وزارت بشري سرچینو ریاست له لوري د «اداري پروسیجرونو، د اداري مراسلاتو او اداري اسنادو مدیریت روزنې) تر عنوان لاندې ۵ ورځنی روزنیز ورکشاپ، چې د دغه وزارت مرکزي ادارو او پوهنتونونو د نویو شاملو شویو کارکوونکو لپاره جوړ شوی و، په بریالۍ توګه پ

په دغه ورکشاپ کې د وزارت مرکز او دویمي مرکزي واحدونو د ملکي خدمتونو مختلفو برخو ۸۷ تنو کارکوونکو ګډون کړی و، چې د اداري اسنادو فاینلینګ، د اسنادو ارشیف، د ادارې له ذخیرې او ارشیف څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۳ - ۱۱:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د سينې، زړه او رګونو ناروغيو په انسټېټیوټ کې په لومړي ځل د زړه پرانیستي عمليات په بریالیتوب سره ترسره او د زړه پرانیستي جراحي عملياتو لړۍ رسماً پيل شوه.

د کابل طبي علومو پوهنتون د ناستو په تالار کې په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت او کابل طبي پوهنتون مشرتابه، استادانو او د بېلابېلو ادارو مسؤلینو ګډون کړی و.
په دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۳ - ۷:۴۷
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون صدري او قلبي وعایي تدریسي روغتون ډاکټرانو په لومړي ځل د زړه په سوري اخته ناروغ د زړه پرانیستي عملیات په بریالي ډول ترسره کړل.

د زړه په سوري اخته ناروغۍ اخته منصور خان له ګڼو ستونزو او کمزوري اقتصادي حالت وروسته د درملنې په موخه له ننګرهار ولایت څخه صدري او قلبي وعایي روغتون ته د درملنې په موخه راغلی و، چې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۱ - ۹:۵۵
Background image

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې غوره څېړونکي او ممتاز محصلین د یوې ناستې په ترڅ کې وستایل.

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې د څېړنې او علمي مجلې او د فرهنګي او نشراتي کمېټې په هڅو او نوښت  جوړه شوې ناسته کې د دې مؤسسې د ممتازو او غوره څېړونکو محصلینو کارونه او څېړنې وستایل شوې.
په. . .

Pagination

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۹ - ۱۰:۲
Background image

د کابل او پکتیا زون د علماء کرامو د عالمیې مرحلې ازموینې پایلې

د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست د کابل او پکتیا زون د عالمیې مرحلې (ماسټري) اسنادو ارزونې د دویم پړاو د نظر ثاني پایلې اعلان کړې دي.

پایلې د لاندې لینک له . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۸:۵۸
Background image

فرنیچري تجهيزاتو پروژې اعلان

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه ټول هغه داوطلبانو ته چې په شرایطو برابر وي بلنه ورکوي؛  ترڅو د یاد تحصیلي بنسټ د فرنیچري تجهيزاتو پروژې په پرانیستې داخلي داوطلبي کې ګډون وکړي . . .

Back to announcements