PastShow all
د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس په مشرۍ د دغه وزارت یوه پلاوي خوست ته د کاري سفر په ترڅ کې د شیخ زاید پوهنتون د علمي، تدریسي او اداري چارو څارنه او ارزونه وکړه.
د لوړ زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئيس شیخ شاکرالله وحدت د یاد پوهنتون له مشرتابه، استادانو او محصلینو سره په یوه ناسته کې وویل، چې موږ د عصري زده کړو تر څنګ دیني زده کړو ته هم اړتیا. . .
د دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست د اسنادو معادلت او ارزیابۍ ریاست او اسنادو د وېش ریاست کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځینی ورکشاپ په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.
یاد روزنیز ورکشاپ، چې د لوړو زده کړو وزارت بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړونې امر عبید الله مولايي له لوري ترسره شو، د دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست د اسنادو معادلت او ارزیابۍ ریاست او. . .
د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې ریاست پلاوي په هرات پوهنتون کې د لویدیځ زون ټولو دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو مسؤلینو ته روزنیز ورکشاپ دایر کړ.
په دغه روزنیز ورکشاپ کې، د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې ریاست پلاوي له لوري، چې مشري یې د تضمین کیفیت امر صفت الله حامد کوي، د یاد زون دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو. . .
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معینیت شورا غونډه نن تر سره او په اجنډا کې د شاملو موضوعاتو په اړه د اوسنیو قوانینو په رڼا کې بحث او د نظر تبادله وشوه.
د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو چارو رئیس انجنیر سید اسماعیل روحاني ، د هېواد تحصیلي بنسټونو کې د لوړو زده کړو وزارت د تقنیني اسنادو پر تطبیق او د محصلانو چارو. . .
د اسلامي ثقافت د کادري ازموینې ۶۵ تنو نوماندانو د علمي کنفرانس له لارې خپل معلومات وړاندې کړل.
د لوړو زده کړو وزارت د علمي کادري غړو د استخدام لایحې ته په کتلو، د کابل طبي پوهنتون، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کابل پولي تخنیک پوهنتون د اسلامي علومو په پوهنځیو کې د علمي کادر د. . .
د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس په مشرۍ پلاوي د هلمند پوهنتون د کمپیوټر لېب لپاره له ځانګړې شوې ساحې څخه لیدنه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت د ټکنالوژۍ ریاست او هلمند پوهنتون د زیربناء ریاست ګډ پلاوي، چې مشري یې د لوړو زده کړو وزارت د ټکنالوژۍ رئیس احمد ضیاء جبارخېل کوي، د هلمند پوهنتون کمپیوټر لېب لپاره. . .
د هیلپنګ هنډ مؤسسې د مسلکي زده کړو مسؤل د ننګرهار پوهنتون انجنیري پوهنځی محصلینو ته د (Primaveral P6, AutoCaD 2D+3D, Ms Project) سافټویرونو په برخه کې د روزنې ژمنه وکړه.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د هیلپنګ هنډ مؤسسې د مسلکي زده کړو مسؤل حبیب الله رحیمي سره د لیدنې پر مهال د ننګرهار پوهنتون انجنیري پوهنځی ۶۰ تنو محصلینو ته د. . .
ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون کې د (Bronchoscopy) څانګه فعاله او د ماشومانو واټ یو شمېر څانګو بیارغونه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
یادې څانګې د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د ننګرهار پوهنتون مالي اداري چارو مرستیال، د تدریسي روغتون رئیس، استادانو او ډاکترانو له لوري په رسمي ډول پرانیستل. . .
په کابل کې د خصوصي تحصیلي بنسټونو او د دعوت او ارشاد مسؤلینو په ګډون یو مشورتي کمېسیون جوړ شو.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رياست او په کابل کې د خصوصي تحصيلي بنسټونو د دعوت او ارشاد مسؤلینو برخه اخيستې وه.
د غونډې په پيل کې. . .
Pagination
Latest announcements
د کابل او پکتیا زون د علماء کرامو د عالمیې مرحلې ازموینې پایلې
د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست د کابل او پکتیا زون د عالمیې مرحلې (ماسټري) اسنادو ارزونې د دویم پړاو د نظر ثاني پایلې اعلان کړې دي.
پایلې د لاندې لینک له . . .
فرنیچري تجهيزاتو پروژې اعلان
میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه ټول هغه داوطلبانو ته چې په شرایطو برابر وي بلنه ورکوي؛ ترڅو د یاد تحصیلي بنسټ د فرنیچري تجهيزاتو پروژې په پرانیستې داخلي داوطلبي کې ګډون وکړي . . .