PastShow all
د روان کال د کانکور آزموینې د ښه ترسراوي او د هغې د شفافیت د تامین په موخه غونډه د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست په مشرۍ جوړه شوه.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني په داسې حال کې، چې د دغه وزارت د مرکزي ادارو یو شمېر مسؤلینو هم حضور درلود، د هېواد د لوړو زده کړو مؤسسو له مسؤلینو او استازو سره. . .
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر هغه تحصیلي بنسټونه وستایل چې له تحول وروسته یې ستراتيژیک پلانونه تائید شوي دي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د لغمان، وردګ او پکتیکا دولتي او د اراکوزیا، تاج او طلوع سعادت خصوصي تحصیلي بنسټونو د ستاینې په ناستې کې وویل، چې له ستراتیژیک. . .
د کابل پوهنتون ځمک پېژندنې پوهنځی استاد پوهاند دیپلوم انجنیر سید بهادر اکبر میر د مړینې له امله د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د تسلیت پیغام!
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د کابل پوهنتون ځمک پېژندنې پوهنځی استاد پوهاند دیپلوم انجنیر سید بهادر اکبر میر له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.
إِنَّا لِلَّهِ. . .
په پام کې ده چې د ا.ا.ا د مشرتابه مقام په سپارښتنه په علي اباد تدریسي روغتون کې د سرطان د تشخیص او درملنې مرکز د نیمه کاره پروژې کار بېرته پیل شي.
په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې، چې د لوړو زده کړو وزارت د اداري او زېربنا رئیس قاضي عبدالعزیز عزیزي په مشرۍ او د کابل طبي پوهنتون او تړون کوونکي شرکت د مسؤلانو په ګډون کې ترسره شوه او. . .
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني په خپل کاري دفتر کې د جنوبي افریقا د علماوو ټولنې د بهرنیو اړیکو له مسئول سره وکتل.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر افغانستان ته د نوموړي په راتګ خوښي وښوده او د دغه وزارت د تیر یوه کال لاسته راوړنو په اړه یې هر اړخیز معلومات ورکړل.
سرپرست وزیر زیاته کړه ا.ا.ا له راتګ. . .
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین جنوبي زون ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې د کندهار او هلمند پوهنتونونو څخه لیدنه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د کندهار پوهنتون له مشرتابه او استادانو سره د ناستې پر مهال د یاد پوهنتون د غصب شوې ځمکې په اړه هر اړخیزونه بحثونه وکړل. . .
د لوړو زده کړو وزارت د علمي معینیت شورا ناسته د دغه وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ ترسره شوه.
ه یاده ناسته کې له اجنډا سره سم د بورسونو له لارې بهر ته د لېږل شویو استادانو پر ستونزو، د خصوصي تحصیلي بنسټونو پر څانګو او د خصوصي تحصیلي بنسټونو پر معیاري کولو بحث وشو.
همدارنګه د. . .
د لوړو زده کړو وزارت د تفتیش پلاوي د پیام نور او غرجستان پوهنتونونه بررسي کړل.
دغه پلاوى د مولوي عبدالولي عابد په مشرۍ، چې د داخلي تفتيش رياست د درغليو او د خاصو مسايلو د څارنې مسؤل دى، استول شوى دى، لومړی یې د غرجستان پوهنتون له مسؤلینو سره وکتل او له هغه وروسته. . .
د لوړو زده کړو وزارت تر چتر لاندې ادارو له ټولو کار کوونکو او مسؤلینو څخه د دغه وزارت سرپرست وزیر د مننې پیغام!
څو ورځې وړاندې ملت ته د حکومت حساب ورکونې په پروګرام کې د دولتي ادارو او رسنیو د تقدیر په مراسمو کې، چې د ا.ا.ا لوړ پوړو مسؤلینو، بهرینو سفیرانو او ډیپلوماتانو هم حضور درلود، په یاده. . .
Pagination
Latest announcements
د کابل او پکتیا زون د علماء کرامو د عالمیې مرحلې ازموینې پایلې
د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست د کابل او پکتیا زون د عالمیې مرحلې (ماسټري) اسنادو ارزونې د دویم پړاو د نظر ثاني پایلې اعلان کړې دي.
پایلې د لاندې لینک له . . .
فرنیچري تجهيزاتو پروژې اعلان
میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه ټول هغه داوطلبانو ته چې په شرایطو برابر وي بلنه ورکوي؛ ترڅو د یاد تحصیلي بنسټ د فرنیچري تجهيزاتو پروژې په پرانیستې داخلي داوطلبي کې ګډون وکړي . . .