All News
د هیلپنګ هنډ مؤسسې د مسلکي زده کړو مسؤل د ننګرهار پوهنتون انجنیري پوهنځی محصلینو ته د (Primaveral P6, AutoCaD 2D+3D, Ms Project) سافټویرونو په برخه کې د روزنې ژمنه وکړه.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د هیلپنګ هنډ مؤسسې د مسلکي زده کړو مسؤل حبیب الله رحیمي سره د لیدنې پر مهال د ننګرهار پوهنتون انجنیري پوهنځی ۶۰ تنو محصلینو ته د. . .
ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون کې د (Bronchoscopy) څانګه فعاله او د ماشومانو واټ یو شمېر څانګو بیارغونه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
یادې څانګې د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د ننګرهار پوهنتون مالي اداري چارو مرستیال، د تدریسي روغتون رئیس، استادانو او ډاکترانو له لوري په رسمي ډول پرانیستل. . .
په کابل کې د خصوصي تحصیلي بنسټونو او د دعوت او ارشاد مسؤلینو په ګډون یو مشورتي کمېسیون جوړ شو.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رياست او په کابل کې د خصوصي تحصيلي بنسټونو د دعوت او ارشاد مسؤلینو برخه اخيستې وه.
د غونډې په پيل کې. . .
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په حضور کې د شیخ زاید پوهنتون د اسلامي ثقافت تخصصي ازموینه واخیستل شوه.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د یادو بستونو نوماندانو ته د ازموینې د روڼتیا په اړه ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د ازموینې پروسه په علني ډول د نوماندانو په حضور کې ترسره کېږي.
وروسته د شیخ. . .
د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست د یوې غونډې په ترڅ کې د دې ریاست کارکوونکو ته د کاري طرزالعملونو او د فاضلانو فورمونو د طی مراحل په اړه معلومات ورکړل.
ياده شوې غونډه د قرانکریم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي رئیس مولوي سیف الدین حماد وویل، چې د دا ډول غونډو له. . .
د لوړو زده کړو وزارت معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس کندهار پوهنتون ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د محصلینو د عملي زده کړو لپاره کمپیوټر لېب پرانیست.
د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس انجنیر احمد ضياء جبارخېل په کندهار پوهنتون کې د محصلینو لپاره د عملي زده کړو هڅې وستایلې او ویې ویل، چې په راتلونکي کې به د آی ټي په مرسته. . .
لوړو زده کړو وزارت د رهبري شورا ناسته د دغه وزارت سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني په مشرۍ ترسره شوه.
د ناسته په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د استادانو د جذب کاري پروسې د چټکتیا په اړه خبرې وکړې، د علمي کادر د جذب په برخه کې یې له اړوندو ریاستونو او. . .
د کابل طبي پوهنتون د زړه، سینې او رګونو ناروغیو انسټېټیوټ افغانستان کې ا.ا.ا له واکمنۍ وروسته د پام وړ لاسته راوړنې لرلي،
د کابل طبي پوهنتون د زړه، سینې او رګونو ناروغیو انسټېټیوټ افغانستان کې ا.ا.ا له واکمنۍ وروسته د پام وړ لاسته راوړنې لرلي، چې د دغه انستیتیوت د رهبرۍ او روغتیايي پرسونل د هڅو په پایله کې. . .
شیخ زاید پوهنتون د اسلامي ثقافت کادري بستونو لپاره د عربي ژبې ازموینه واخیستل شوه.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین او ورسره مل پلاوي د خوست شیخ زاید پوهنتون کې د اسلامي ثقافت کادري بستونو لپاره د عربي ژبې ازموینې بهیر له نږدې وڅاره.
په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې، د. . .
Pagination
Latest announcements
په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې "په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا ملي کنفرانس" پیل شو.
په دغه کنفرانس کې به د شاوخوا 40 داخلي او بهرنیو استادانو او څېړونکو له لوري څېړنیزې مقالې په دوو ورځو کې وړاندې شي.
د خزاني سمستر د ازموینو د پیل خبرتیا
د هوا د یخنۍ شدت له کبله، د هېواد سړو سیمو ولایتونو امارتي تحصیلي نهادونو د روان سمسټر ازموینې، د پنځلسو درسي اونیو له تکمیل وروسته د قوس په ۱۵مه نېټه پیلیږي.
دغه ازموینې به څلور اونۍ . . .