LatestShow all

شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۳ - ۷:۴۱
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې د ملي پراختیا شرکت له عمومي اجرائیوي رئیس سره، د دغه وزارت اړوند نیمه کاره پروژو د تکمیل په موخه وکتل.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د ملي پراختیا شرکت د فعالیتونو د ستایلو تر څنګ، د مرکزي او ولایتي امارتي تحصیلي بنسټونو او د دې وزارت اړوندو نورو پروژو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۱ - ۳:۵۱
Background image

د علي آباد تدريسي روغتون په چوکاټ کې د ۲۰ ميليون افغانيو په ارزښت داخله او سرطاني ناروغيو جراحي وارډ د مراسمو په ترڅ کې افتتاح او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

په دې تړاو مراسمو کې چې د کابل طبي علومو پوهنتون کې ترسره شو، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم صاحب د خپلو خبرو په ترڅ کې د کابل طبي علومو پوهنتون له دې نوښت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۱ - ۳:۴۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په خپل کاري دفتر کې د ناروې له سفیر سره وکتل.


د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د ناروې سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ، د افغانستان د تحصیلي نظام په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې موږ د لابراتوارونو، تدریسي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۰ - ۱۰:۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په مشرۍ ترسره شوه.

په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یاد وزارت د ټولو ادارو مسؤلینو ته په ورسپارل شویو چارو کې د قاطعت او لا شفافیت سپارښتنې وکړې.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۰ - ۵:۱۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي کاپیسا ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې له البیروني پوهنتون څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د البیروني پوهنتون مشرتابه پلاوي، استادانو، محصلینو، د کاپیسا والي او د ولایت مقام له نورو مسؤلینو سره د یوې غونډې په ترڅ. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۸ - ۹:۴۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معینیت د انسجام شورا نوبتي ناسته د دغه وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ تر سره شوه.


د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د لوړو زده کړو وزارت او افغان پُست ریاست تر منځ پر هوکړه لیک د هېواد د تحصیلي بنسټونو د محصلینو د اسنادو لېږد او پروسس پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۷ - ۱۰:۱۲
Background image

بدخشان پوهنتون له منظم او دوامداره ښاري بریښنا سره وصل شو د بدخشان پوهنتون د بریښنا پروژه د پنځو میلیونو په ارزښت د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه د یاد پوهنتون د رهبري هئیت او یو شمېر ملکي او نظامي چارواکو په ګډون کې پرانیستل شوه.

په غونډه کې د بدخشان پوهنتون رئیس پوهنیار نقیب الدین قاضي زاده د لوړو زده کړو وزارت له رهبرۍ څخه مننه وکړه چې له دوی سره په ټولو چارو کې مرسته کوي هغه زیاته کړه چې د بریښنا په وصل کېدو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۲ - ۹:۴۵
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معینیت شورا نوبتي غونډه د دغه وزارت د محصلانو چارو معين مفتي محمد طاهر احمد په مشرۍ ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو معین په چارو کې د لازمو اسانتیاوو په رامنځته کولو او له مراجعینو سره پر ښه چلند ټینګار وکړ او له اړوندو رئیسانو یې وغوښتل، چې د خپلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۲ - ۸:۴۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د علمي معینیت شورا ناسته د دغه وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ ترسره شوه.

په یاده ناسته کې د تېرو شوراګانو پرېکړو ته لنډه کتنه وشوه او له اجنډا سره سم په خصوصي تحصیلي بنسټونو کې له پوهنځی پرته د ډېپارټمنټونو پر شتون، د استادانو د علمي ترفیعاتو او تقرر، په بهر. . .

Pagination

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۶:۴۷
Background image

په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې "په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا ملي کنفرانس" پیل شو.


په دغه کنفرانس کې به د شاوخوا 40 داخلي او بهرنیو استادانو او څېړونکو له لوري څېړنیزې مقالې په دوو ورځو کې وړاندې شي.

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۵:۲۵
Background image

د خزاني سمستر د ازموینو د پیل خبرتیا

د هوا د یخنۍ شدت له کبله، د هېواد سړو سیمو ولایتونو امارتي تحصیلي نهادونو د روان سمسټر ازموینې، د پنځلسو درسي اونیو له تکمیل وروسته د قوس په ۱۵مه نېټه پیلیږي. 

دغه ازموینې به څلور اونۍ . . .

Back to announcements