PastShow all
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په خپل کاري دفتر کې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې له مالي او اداري مرستیال سره په ننګرهار پوهنتون کې ترسره کېدونکي د (اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس) د څرنګوالي په اړه وکتل.
د اقلیم بدلون چې یو ستر نړیوال ګواښ په توګه بشري ژوند زیانمنوي او ورځ تر بلې یې د ګواښ ګراف په لوړېدو دی، د ننګرهار پوهنتون په پام کې لري، چې د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ د روانې دلوې. . .
د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د لوړو زده کړو بنسټونو د حقوقي کلینیکونو د مسوولینو د ظرفیت لوړولو په موخه په کابل پوهنتون کې د محصلانو د خدمتونو د همغږۍ ریاست له خوا درې ورځنی سمینار جوړ شو.
د یاد سمینار د پرانیستې په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدمتونو د همغږۍ رئیس استاد کلیم الله محمدي د سمینار ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د هېواد په تحصیلي بنسټونو. . .
د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په مشرۍ ځانګړې کمېټې د بلخ او کندز جامعاتو لپاره د استادانو ګمارنې په موخه ازموینه واخیسته.
د لوړو زده کړو وزیر او ورسره مل پلاوي شمال زون ته د خپل رسمي سفر پر مهال په بلخ ولایت کې د کندز او بلخ جامعو لپاره د استادانو ګمارنې په موخه له ۱۵۰ تنو شیوخو کرامو او مفتیانو څخه. . .
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د دیني علماء کرامو له ازموینې څخه د څارنې په موخه نن د زابل ولایت له ازموینې څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب، د هېواد دیني علماء کرامو د ثانویې، عالیې او عالمیې درجو د کلنۍ ازموینې څخه د څارنې په موخه د هېواد جنوب لوېدیځ زون ته. . .
ټاکل شوې د لوړو زده کړو وزارت له لورې په کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې «د افغانستان ښوونیزو او لوړو زده کړو بنسټنونو د پیاوړتیا ملي کنفرانس» تر سرلیک لاندې علمي کنفرانس جوړ شي.
په دې اړه خبرې کنفرانس کې چې نن د کابل د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې جوړ شوی و، د دغه پوهنتون رئیس شیخ الحدیث سید بشیر اغا هاشمي د یاد کنفرانس د ترسره کېدو د موخو او ارزښت په اړه رسنیو. . .
د لوړو زده کړو وزیر د دیني علماء کرامو له ازموینو څخه د لیدنې او څارنې په بهیر کې فاریاب ولایت ته سفر وکړ.
د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب فاریاب ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د فاریاب والي په ملیتا، د دغه ولایت د دیني علماء کرامو له ازموینې څخه لیدنه او څارنه. . .
په فراه ولايت کې د دیني مدارسو د عالمیې، عالیې او خامسې درجو د کلنۍ ازموینې بهیر پیل شو.
ورپسې د ياد ولايت د پوهنې رئيس مولوي اختر محمد زعيم د ازموينې ګډونوالو ته وينا وکړه نوموړي په خپله وينا کې د ازموينو په روڼتيا ټينګار وکړ او په دغه برخه کې ګډونوالو ته سپارښتنې وکړې، د. . .
په سمنګانو ولايت کې د دیني مدارسو د عالمیې، عالیې او خامسې درجو کلنۍ ازموینه نن پیل شوه.
د یادې آزموینې د پرانيستې په مراسمو کې د سمنګانو ولایت مرستيال والي الحاج مــولوي داد خدا خادم، دیني علماوو ته د دغه ستر فرصت برابرول د اسلامي نظام ښېګڼه یاده کړه او له ټولو گډونوالو. . .
د ارزګان د دیني مدرسو د خامسې، عالیې او عالمیې دورو کلنۍ ازموینه نن د ارزګان لوړو زده کړو په موسسه کې پیل شوې.
په دغه آزموینه کې چې ۱۳۰۰ تنه ګډون لري، د ارزګان د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس م. رحمت الله رحمانی، پوهنی ریاست رئیس مولوی کامران او لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو نه راغلي ګډ پلاوي د یاد. . .