PastShow all
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په خپل کاري دفتر کې د ازبیکستان هېواد له سفیر سره وکتل.
په یاده لیدنه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د ازبیکستان هېواد له سفیر سره په یاد هېواد کې د افغان محصلینو د ستونزو پر حل، افغان محصلینو ته د بورسونو ورکړې او. . .
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د التقوا لوړو زده کړو موسسې له لوري د علمي څېړنيزو مرکزونو د جوړولو او معرفي کولو عمومي طرحې د وړاندې کولو په غونډه کې ګډون وکړ.
د غونډې په پیل کې چې د مرکزي پوهنتونونو د استازو په ګډون جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د څېړنیزو مرکزونو پر ارزښت او. . .
د لوړو زده کړو وزارت دولتي محصلانو چارو ریاست له لوري د امارتي تحصیلي بنسټونو کارمندانو لپاره د معلوماتي او مدیریتي سیسټم (HEMIS) په اړه څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
د یاد ورکشاپ موخه، چې د لوړو زده کړو وزارت د ناستو په عمومي تالار کې جوړ شوی، د (HEMIS) سیسټم په وسیله د اسنادو طی مراحل کول او د فارغانو لپاره د اسانتیاوو رامنځ ته کول دي.
د ورکشاپ په. . .
په پام کې ده چې مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته د هېواد د تحصیلي بنسټونو استادانو او محصلینو اسانه لاسرسي په موخه، د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د افغان بېسیم شرکت رسمي نماینده ګۍ جوړې شي.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د دغه شرکت له استازو سره په کتنه کې د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د نماینده ګیو له جوړېدو. . .
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په خپل کاري دفتر کې، د جنرل اجنډا (GA) سازمان له استازي سره وکتل.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه، یاد استازي ته د ښه راغلاست تر څنګ، له هغه سره د لیدنې پر مهال د نړۍ او افغانستان د علمي مرکزونو تر منځ د دوه اړخیزو علمي او. . .
د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د لوړو زده کړو وزارت کارمندانو ته د (له ادارې سره د کارکوونکو کاري اړیکو تنظیمول) تر عنوان لاندې درې ورځنی سمینار دایر شو.
د دغه سمینار د پرانیستې په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د غونډې ګډونوالو او مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او ویې ویل: «دا سمینار مستقیما له. . .
د ارزګان لوړوزده کړو مؤسسې رهبري پلاوي د ارزګان والي سره د یادې موسسې د لا پرمختګ په موخه وکتل.
د لیدنې په پیل کې د ارزګان لوړو زده کړو مؤسسې رئیس مولوي رحمت الله رحماني په یاد تحصیلي بنسټ کې د شته ظرفیتونو، لاسته راوړونو، اړتیاوو، ستونزو او د ولایت مقام د همکاریو پر څرنګوالي خبرې. . .
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم کاپیسا ولایت ته سفر وکړ.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر کاپیسا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د البیروني پوهنتون د طب پوهنځی محصلانو فراغتغونډه او علمي شورا کې ګډون وکړ.
په پیل کې د البیروني پوهنتون په علمي شورا. . .
د لوړو زده کړو وزارت د کاري چارو د ښه والي او چټکتیا په موخه د یاد وزارت مالي او اداري معین د دغه وزارت کارکوونکو ته لارښوونې او اصلاحي وينا وکړه.
په دغه غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معين مولوي حافظ محمد حامد حسيب په داسې حال کې چې د دغه وزارت د مرکزي ادارو رئيسانو هم شتون درلود، د خلکو په خدمت کې د دنيا او آخرت پر. . .