LatestShow all
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین او ورسره مل پلاوي په کندهار ولایت کې د سیدنا ابراهیم نخعي رحمه الله جامعې څخه لېدنه وکړه.
یاد پلاوی چې مشري یې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب کوله، د یادې جامعې د تخصصاتو رئیس مفتي فیض محمد، د سیدنا ابراهیم نخعي رحمه الله جامعې رهبرۍ،. . .
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین او د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو د کابل پوهنتون کرنې پوهنځي د څېړنیزو پوسټرونو له نندارتون څخه لیدنه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د یاد نندارتون په پرانیسته کې وویل، چې زموږ د هرې څېړنې مبداء باید د قرانکریم او نبوي ارشاداتو د تګلارې پر اساس وي.. . .
د پکتیا پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د اسلامي ثقافت له څانګې څخه فارغ شويو محصلانو، خپل د فراغت جشن د اسلامي او افغاني کلتور سره سم ولمانځه.
نوموړي فارغ شوي محصلانو په وینا د دوی دا ډول لمانځنې موخه په ورته جشنونو کې د بهرنیو کلتور پر ځای د خپل اسلامي او افغاني کلتور رواجول دي.
د پکتیا پوهنتون مسئولانو په خبره، دغو فارغ شویو. . .
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د شمال شرقي ولایتونو د تحصیلي بنسټونو د څارنې په موخه د خپل سفر په دوام کې له تخار پوهنتون څخه د لیدنې تر څنګ، د دغه پوهنتون مختلفې برخې یې وارزولې.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د تخار پوهنتون له مختلفو برخو د لیدنې تر څنګ، د دغه پوهنتون له رهبري پلاوي، استادانو، محصلینو او کارکوونکو سره په ناسته کې د یاد پوهنتون د ستونزو پر حل او. . .
د PU – AMI نړیوالې مؤسسې پکتيا پوهنتون تدریسي روغتون سره د شاوخوا (۴۷ زره يورو په ارزښت) د طبي وسایلو مرسته وکړه.
د PU – AMI نړیوالي مؤسسې له لورې یاد روغتون سره د مرستې په پار د پکتیا پوهنتون مسؤلینو له نوموړې مؤسسې څخه د یوې غونډې په ترڅ کې مننه وکړه، چې د پکتيا پوهنتون او د دې پوهنتون تدریسي. . .
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او مل پلاوي په کندوز ولایت کې د شمال ختیځ زون علماؤ کرامو سره ناسته ترسره کړه.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په یاده غونډه کې، علماء کرام د انبیاء(ع) وارثین او د ټولنې اصلاح کوونکي وبلل او زیاته یې کړه:« د اسلام په تاریخ کې. . .
د مرکزي زون دولتي پوهنتونونو د تضمین کیفیت مسؤلینو لپاره د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې نوي چوکاټ د تشریح څلور ورځنۍ ورکشاپ په بریالۍ توګه پای ته ورسېد.
د ورکشاپ د پایناستې په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو سرپرست معین شیخ ظاهر خان خادم وویل: «د لوړو زده کړو وزارت رهبري په دې هڅه کې ده چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا. . .
د لوړو زده کړو وزارت د بورسونو تنظیم او بهرنیو اړیکو رئیس د تدریسي روغتونونو د تجهیز په موخه د چین (One Heart Charity Foundation) بنسټ له رئیس «رابر کیو» سره وکتل.
په یاده لیدنه کې د لوړو زده کړو وزارت د بورسونو تنظیم او بهرنیو اړیکو رئیس ډاکټر نظر محمد عرفان، په داسې حال کې چې د علي اباد او میوند تدریسي روغتونونو مسؤلینو هم حضور درولود، د. . .
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو سرپرست معین شیخ ظاهر خان خادم او ورسره مل پلاوي د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د خزاني سمستر د ازموینې له بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د یادې لیدنې پر مهال د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو سرپرست معین، په داسې حال کې چې د دولتي محصلانو چارو رئیس استاد حامد یعقوبي او د محصلانو چارو سلاکار پوهنوال احمد ضیا یوسفزي یې. . .
Pagination
Latest announcements
په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې "په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا ملي کنفرانس" پیل شو.
په دغه کنفرانس کې به د شاوخوا 40 داخلي او بهرنیو استادانو او څېړونکو له لوري څېړنیزې مقالې په دوو ورځو کې وړاندې شي.
د خزاني سمستر د ازموینو د پیل خبرتیا
د هوا د یخنۍ شدت له کبله، د هېواد سړو سیمو ولایتونو امارتي تحصیلي نهادونو د روان سمسټر ازموینې، د پنځلسو درسي اونیو له تکمیل وروسته د قوس په ۱۵مه نېټه پیلیږي.
دغه ازموینې به څلور اونۍ . . .