LatestShow all
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د معینیت شورا ناسته د دغه وزارت د محصلانو چارو د معین مفتي محمد طاهر احمد په مشرۍ ترسره شوه.
په یاده ناسته کې له اجنډا سره سم د شورا غړو د خصوصي او دولتي تحصیلي بنسټونو د محصلینو د تبدلیو، د محصلینو د فراغت، له هېواده بهر د محصلینو پر ستونزو بحثونه او لازمې پرېکړې وکړې.
همدار. . .
د هېواد د تحصیلي بنسټونو د ژبو او ادبیاتو، ژورنالېزم او ټولنیزو علومو پوهنځیو د تحصیلي نصاب د بیا کتنې او پراختیا دویم پړاو کلسټر پیل شو.
د دغه کلسټر په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب وویل، چې د ا.ا.ا په ټولو برخو کې د ملت او هېواد لپاره غوره خدماتو چمتو کولو ته ژمن دی، ډېر د خوښۍ. . .
د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست له لوري د دغه وزارت مختلفو ادارو کارکوونکو لپاره د ۱۴۰۲ کال د پلان ترتیب او نوي فارمټ د معرفي کولو او د ۱۴۰۱ کال راپور وړاندې کولو په موخه ورکشاپ ترسره شو.
په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست د ستراتیژیکو پلانونو د توحید او تدوین عمومي مدیر سلیمان حکیمي د یاد ورکشاپ د موخو په اړه خبرې وکړې.
نوموړي زیاته کړه چې د. . .
د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په مشرۍ تر سره شوه.
د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت ټولو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې د ګومارنې پر مهال باید تعهد او تخصص ته پام وکړي او په علمي چارو کې په هېڅ وجه غیر مسلکي کسانو. . .
د لوړو زده کړو وزارت د مقام لارښوونې پر بنسټ، اداري او زیربنا رئیس په مشرۍ ټاکل شوي هیئت کونړ ولایت ته د خپل کاري سفر په بهیر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون له بیلابیلو برخو څخه لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې اداري او زیربنا رئیس قاضي عبدالعزیزعزیزي د ياد پوهنتون د مسؤلینو سره په ناسته کې د کونړ پوهنتون د رغونې او بیاروغونې پروژو په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې او ترڅنګ یې د دې. . .
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د افغان خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه وکړه.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي د افغان لوړو زده کړو مؤسسې د مشرتابه په ملتیا د دغه تحصیلي بنسټ له درسي چاپېریال، کتابتون او درسي ټولګیو څخه لیدنه وکړه.
همدارنګه د لوړو. . .
د لوړو زده کړو وزارت بشري سرچینو ریاست له لوري د دغه وزارت ۸۶ تنو نویو ګومارل شوو کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پای ته ورسېد او ګډونوالو تصدیق پاڼې تر لاسه کړې.
د تصدیق پاڼو د وېش په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رئیس مفتي عبدالکریم امیري په کاري چارو کې د زده کړو پر ارزښت او د کار کوونکو پر ظرفیت لوړونې خبرې وکړې.
نوموړي د دا. . .
د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد پوهاند دوکتور احمد شاه زغم د مړینې له امله د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د خواخوږۍ او ډاډګیرنې پیغام!
په ډېرې ژورې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د کابل پوهنتون د ملي ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې استاد پوهاند دوکتور احمد شاه زغم د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۶۶ کلونو په عمر له دې. . .
د افغان نړیوال پوهنتون او هېواد مختلفو تحصیلي بنسټونو د ۲۹ څانګو د تحصیلي نصاب د بیا کتنې او پراختیا درېیم پړاو کلسټر پیل شو.
د یاد کلسټر په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه وویل: «علم په یوه ځانګړي هېواد او خاوره پورې منحصر نه دی، موږ کولی شو چې د نړۍ پرمختللو هېوادونو له. . .