PastShow all

یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۳ - ۱۰:۳
Background image

د هېواد تحصیلي بنسټونو د کمپیوټر ساینس پوهنځی د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا دویم دور کلسټر پیل شو.

د یاد کسټر په پرانیسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني وویل چې د پرمختللو هېوادونو د پرمختګ یو ستر لامل معیاري تحصیلي نصاب دی، نو موږ ته هم پکار ده چې د نړۍ له. . .

شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۲ - ۶:۳۵
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د اسلامي ثقافت کادري بستونو لپاره د عربي ژبې ازموینې بهیر له نږدې وڅاره.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني، د یادې ازموینې پر شفافیت ټینګار وکړ او له مسؤلینو یې وغوښتل، چې دا بهیر عادلانه مخ ته یوسي، ترڅو حق حقدار ته وسپارل شي.
د لوړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۰ - ۱۱:۱۳
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هېواد د پوهنتونونو د فارمسي او وترنري علومو د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا دویم دور کلسټر په پای‌ناسته کې ګډون وکړ

د یاد کلسټر په پای‌ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني وویل: «هر څومره چې د ژوند چارې متنوع کېږي، په هماغه کچه په نصاب کې تغییراتو ته اړتیا پېښیږي.» نوموړي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۰ - ۹:۱۹
Background image

د کابل طبي، کابل پولي تخنیک او کابل ښوونې او روزنې پوهنتونونو د اسلامي ثقافت، امامانو او مبلغینو نويو بستونو ازموینه واخیستل شوه.

له نړیوالو ژبو سره د ګډونوالو د بلدتیا په موخه ازموینه کې شاوخوا ۳۵۰ داوطلبان ګډون کړی و. 
یاده ازموینه په کمپيوټري بڼه په کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې واخیستل شوه. د یاد پوهنتون د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۰ - ۸:۰
Background image

د لوړو زده کړو وزارت به له دې وروسته د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو ته د هېڅ ډول سرغړونې او غیر قانوني کړنو اجازه ورنه کړي، چې د هېواد د تحصیلي سکتور په برخه کې ستونزې رامنځته کړي.


د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو چارو رئیس انجنیر سید اسماعیل روحاني دغه څرګندونې په هغه ناسته کې وکړې، چې د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو د ستونزو د حل په موخه، د هېواد مرکز او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۸ - ۱۰:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره په افغانستان د ترکیې سفیر مرستیال چنګېز او ترکیې معارف فونډېشن د منځنۍ اسیا مسؤل رمضان د ګډې همکارۍ په موخه ناسته ترسره کړه.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني په دې ناسته کې له یاد پلاوي د هېواد تحصیلي ډګر پیاوړتیا په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
دغه راز ښاغلي حقاني له دوی وغوښتل، چې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۸ - ۸:۵
Background image

د بشري سرچینو ریاست د ظرفیت لوړونې پروګرامونو آمریت له لورې د لوړو زده کړو وزارت ملکي خدمتونو کارکوونکو ته درې ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو.

په دغه روزنیز پروګرام کې د لوړو زده کړو وزارت د ملکي خدماتو مرکزي ریاستونو او د دوېمي واحدونو شاو خوا (۲۳۸) کارمندانو ته د (سازمانونو ټولنیز کول او د اداري پروسو په اړه پوهاوی) ترنامه. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۱۰:۵۲
Background image

د افغان نړيوال( افغان – امریکايي) پوهنتون پخواني استاد چې په دې وروستيو کې افغانستان ته راستون شوى، د ياد پوهنتون له بېلابېلو څانګو څخه ليدنه وکړه او د تحصیل په برخه کې يې د خپلو همکاريو په اړه معلومات ورکړل.

تیموتی ویکس چې اوس په جبرائيل عمر مشهور دی، د افغان نړیوال پوهنتون له پروګرامونو څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې افغانستان ته په راتګ خوښ دی.
د ياد شوي پوهنتون دغه پخوانى استاد وايي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۱۰:۴۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې ریاست له لوري په جنوب ختیځ زون شیخ زاید ـ خوست پوهنتون کې د علمي پروګرامونو د چوکاټ ورکشاپ جوړ شو.

دغه ورکشاپ په جنوب ختیځ زون کې د تحصیلي بنسټونو لپاره د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې د علمي پروګرامونو د چوکاټ او مهالوېش د لارښوونې لپاره جوړ شوی، چې څلور ورځې به دوام وکړي. 
د لوړو. . .

Pagination

Latest announcements

Back to announcements