LatestShow all
د لوړو زده کړو وزارت د داخلي پلټنې رئیس پروان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پروان پوهنتون له بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت د داخلي پلټنې رئیس مولوي خالد افغان په مشرۍ د دغه وزارت یوه پلاوي، د پروان پوهنتون له مشرتابه سره د لیدنې تر څنګ، د پروان پوهنتون له داخلي ادارو څخه لیدنه وکړه.
د. . .
د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې مسؤلینو ته (د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د علمي پرګرامونو د چوکاټ) دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست له لوري، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په حضور کې پیل شو. په پیل کې د دغه وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه. . .
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ننګرهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په ننګرهار پوهنتون کې ۲۲ بېلا بېلې پروژې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب او ورسره مل پلاوي د یادو پروژو د پرانیستې تر څنګ، د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه پلاوي، د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون. . .
د لوړو زدکړو وزارت معلوماتي تکنالوژۍ رئيس په مشرۍ د دغه وزارت پلاوي د بغلان پوهنتون څخه لیدنه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت معلوماتي تکنالوژۍ رئيس انجنير احمد ضياء جبارخېل په مشرۍ ياد پلاوي په بغلان پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ اړوند د 1402هـ ش کال پروژو څارنه وکړه او همداراز يې د. . .
د لوړو زده کړو وزارت علمي معینیت شورا ناسته د دغه وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ ترسره شوه.
د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د علمي چارو د ښه والي او چټکتیا په موخه اړوندو مسؤلینو ته لارښوونې او لازمې سپارښتنې وکړې.
وروسته د تېرې ناستې پرېکړو ته لنډه کتنه. . .
شيخ زايد پوهنتون اداري او تدریسي روغتون ۲۴ خالي بستونو لپاره له ۲۲۹ نوماندانو څخه رقابتي آزموينه واخيستل شوه.
د آزموینې په پرانیستغونډه کې د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس او د لوړو زده کړو وزارت د پلاوي مشر انجنیر روح الله روحاني، د آزموینې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د آزموینې پروسه په پوره. . .
د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د خصوصي تحصیلي بنسټونو د دایمي استادانو د تقرر او تثبیت پروسې پر دوام د ختیځ زون خصوصي تحصیلي بنسټونو څخه لیدنه وکړه او د استادانو د تقرر دوسیې يې وڅېړلې.
د یاد پلاوي مشري د دغه وزارت د تقرر او علمي ترفیعاتو رئیس انجنیر مفتاح الدین عزام کوله، چې په ختیځ زون کې یې د تابش، خراسان، الفلاح، سپین غر، روښان، التقوا، اریانا او تنویر خصوصي. . .
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر کونړـ ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال په کونړ سید جمال الدین افغان پوهنتون کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت دری پروژې پرانیستې.
یادې پروژې چې د کونړ ـ سید جمال الدین افغان پوهنتون د حفظ او مراقبت پروژې او یوه اداري ودانۍ، داخلي سړکونو ترمیمات او ۴۰پایې کمپیوټر لب پېرل پکې شامل دي، د لوړو زده کړو وزارت له. . .
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي بنسټونو د ګډ کمسیون ناسته ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین، د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، ارشد سلاکار او د خصوصي پوهنتونونو استازو ګډون کړی و.
په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شيخ. . .
Pagination
Latest announcements
په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې "په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا ملي کنفرانس" پیل شو.
په دغه کنفرانس کې به د شاوخوا 40 داخلي او بهرنیو استادانو او څېړونکو له لوري څېړنیزې مقالې په دوو ورځو کې وړاندې شي.
د خزاني سمستر د ازموینو د پیل خبرتیا
د هوا د یخنۍ شدت له کبله، د هېواد سړو سیمو ولایتونو امارتي تحصیلي نهادونو د روان سمسټر ازموینې، د پنځلسو درسي اونیو له تکمیل وروسته د قوس په ۱۵مه نېټه پیلیږي.
دغه ازموینې به څلور اونۍ . . .