LatestShow all
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د طب پوهنځی لپاره د تدریسي روغتون د ایجاد په موخه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په مشرۍ په دغه پوهنتون کې ناسته وشوه.
د ناستې په پیل کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی دوکتور رفیع الله عطاء د یاد تدریسي روغتون د ایجاد طرزالعمل په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
وروسته د لوړو زده. . .
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معینیت شورا ناسته د دغه وزارت مالي او اداري معین په مشرۍ ترسره شوه.
په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د اداري کارونو په ښه والي او چټکتیا کې د ناستو پر ارزښت خبرې وکړې او هېوادوالو ته پر غوره خدمتونو وړاندې. . .
د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې علمي شورا ناسته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په حضور کې ترسره شوه.
په پیل کې د عبدالله بن مسعود رضی الله جامعې رئیس مفتي احسان الله احسان د دغې جامعې د کړنلارې، فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې د لوړو زده. . .
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په شتون کې د (پروان، بامیان، پنجشېر او دایکندي) تحصیلي بنسټونو د اسلامي ثقافت کادري بستونو لپاره د نویو ګمارل کېدونکو استادانو څخه تقریري ازموینه (انټروي) واخیستل شوه.
د ازموینې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب ټول علماء کرام په دیني او اخروي چارو کې بریالي وبلل او یادونه یې وکړه، چې په دغه پروسه کې یې د ګډون. . .
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د پوهنې وزارت مرکزي او ولایتي رئسانو د تعارف او همغږۍ ورکشاپ کې ګډون او وینا وکړه.
په پیل کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د پوهنې وزارت اړوندو رئیسانو ته سپارښتنه وکړه چې د هېواد بچیان په سالمه اسلامي مفکوره وروزي.
همدا راز د لوړو زده کړو سرپرست. . .
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د امامانو د ستاژ، د سیرت الني صلی الله علیه وسلم د پایلو اعلان او د دغه وزارت د عربي ژبې انسټیټوټ څخه د فارغانو په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په یادو مراسمو کې د امامت پر ارزښت خبرې وکړې او امامت یې له وقار او عزت څخه ډک مسؤلیت وباله.
هغه د ارشاد، حج او اوقافو. . .
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په پولي تخنیک پوهنتون کې د (اوبو نړیوال کنفرانس-کابل) د جوړیدو په اړه د امارتي تحصیلي بنسټونو علمي مرستیالانو سره انلاین ناسته وکړه.
د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه وویل: «د افغانستان د تحصیلي بهیر په تېر ۹۰ کلن تاریخ کې تحصیلي مرکزونه یا خپل رسالت ته پرېښودل شوي نه دي او یا. . .
د هرات پوهنتون د تدریسي او اداري ودانیو د بیارغونې او ترمیم پروژه د یاد پوهنتون رئیس له خوا پرانیستل شوه.
د پروژې د پرانيستې په مراسمو کې د هرات پوهنتون رئيس شيخ الحديث مفتي عبدالغفار په داسې حال کې چې د دغه پوهنتون نورو مسؤلينو هم شتون درلود، د هرات پوهنتون د بيارغونې او پراختيا د. . .
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون کې څلور رغنیزې پروژې له بشپړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارلې
.
په یادو رغنیزو پروژو کې د تدریسي روغتون د جراحي څانګې د بېلابېلو برخو رغونه، د ښځینه پایوازانو لپاره انتظارخانه، وړکتون او تفریحي پارک شامل دي، چې د دریو میاشتو په موده کې تکمیل شوي. . .
Pagination
Latest announcements
په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې "په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا ملي کنفرانس" پیل شو.
په دغه کنفرانس کې به د شاوخوا 40 داخلي او بهرنیو استادانو او څېړونکو له لوري څېړنیزې مقالې په دوو ورځو کې وړاندې شي.
د خزاني سمستر د ازموینو د پیل خبرتیا
د هوا د یخنۍ شدت له کبله، د هېواد سړو سیمو ولایتونو امارتي تحصیلي نهادونو د روان سمسټر ازموینې، د پنځلسو درسي اونیو له تکمیل وروسته د قوس په ۱۵مه نېټه پیلیږي.
دغه ازموینې به څلور اونۍ . . .